د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ۱۴ ولایتونو لپاره نوي امنیه قومندانان ټاکلي. چارواکو ویلي؛ نوې ګومارنې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او له اداري فساد سره د مبارزې په هدف شوي دي.
دغه ۱۴ نوي امنیتي چارواکي هریو د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت شورا او ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا تر ارزونو وروسته هغه هم په مشروط ډول پر دغو مهمو امنیتي دندو وګومارل شول. چارواکي وایي؛ دغو امنیه قومندانانو ته پنځه میاشتې وخت ورکړل شوی چې په عمل کې هم خپله وړتیا ثابته کړي. لومړی ځل چې افغانستان کې د پولیسو قومندانان په ازمایښتي ډول ګومارل کېږي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل؛ تازه ګومارنې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او له اداري فساد سره د مبارزې په هدف شوي دي:
“له درېیو تر پنځو میاشتو ازمایښتي دوره چې تاسو ته په پام کې نیول شوې، پردې ما او ولسمشر سلا وکړه. موږ ارزونه کوو، که تاسو په دې موده کې په خپل کار کې بریالي وئ او موږ بدلونونه ولیدل، نو په همغه ولایت کې د پولیسو مشر پاتې کېږئ. که مو ملاتړ ته اړتیا لرله موږ درسره یو، خو له فساد سره مبارزه د یوه اصل په توګه په پام کې ونیسئ”.
شریک کول